Banner

د سيدشاه سعود ښکلی غزل

18.09.2009 07:40

تصوير مې د چا مخ پسې هنداره ګرځوله
روان ومه قدم پسې مې لاره ګرځوله

د شپې به په کوڅو کې تر سهاره ګرځېدمه
سپوږمۍ به مې په سترګو کې بيداره ګرځوله

چې لاس يې رانزدې کړو نو وجود مې زهرجن شو
هغې به په لستوڼي کې ښاماره ګرځوله

زړګی مې بستره کې د بالښت لاندې ويده و
څهره مې له ماښامه تر سهاره ګرځوله

چې هر چا به وروکتل ژوندی به راواپس شو
موسکا به يې په شونډو کې تياره ګرځوله

منصوره که ترمنځه مو سعود راغلی نه وی
هم دغه فلسفه به مې تر داره ګرځوله
سيد شاه سعود

ميرويس اتل 26.08.2011 08:37

سيدشاه سعود زما دخوښي شاعر دى هميشه يې شعر لولم او خوند ترې اخلم مننه

کامران 19.09.2009 05:34

رښتيا هم چې سعود د ژوند شاعر دی، فلسفي شاعر دی او په ټوله مانا شاعر دی. زه تر ډېره وخته په دې نه وم پوی، چې سعود به دې کوزې پښتونخوا وي، د سعود شعرونو کې د ښکلا په اړه ډېر څه لوستلی شو، سعود د ښکلا شاعر دی، تر ډېره دې راته ژوندی وي.<br />کامران

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.